د پاکستان د خيبر پښتونخوا حکومت له دغه ايالته ٣٠٠ افغان ملايان وباسي او افغانستان ته يې لېږي. پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى چې دغه پرېکړه پرون د خيبر پښتونخوا ايالت د کورنيو چارو ادارې په غونډه کې شوې ده. سرچينې زياته کړې چې په دغه ايالت کې ٢٩٤ افغانان په جوماتونو کې د ملا امامانو په توګه دندې ترسره کوي او امنيتي ځواکونو د هغوى په اړه معلومات راټول کړي دي. ځايي چارواکو دغه راز امنيتي ادارو ته امر کړى چې ياد افغان ملا امامان له جوماتو وباسي او افغانستان ته دې ولېږي.