په پنجشېر کې د مړو شوو شمېر له ۲۰۰ اوښتی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63251
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-26

په پنجشېر کې د واورې ښويېدو له امله د مړو شوو کسانو شمېره له ٢٠٠ اوښتې ده. د پنجشېر مرستيال سرپرست والي عبدالخبير بخشي وويل چې په دغه ولايت کې تر واورو لاندې د مړشو شوو کسانو شمېره له ٢٠٠ څخه اوښتې ده. هغه زياته کړه، چې شاوخوا ١١٠ تنه يواځې په پريان ولسوالۍ کې تر واورو لاندې شوي، چې د يو شمېر جسدونه را ايستل شوي او د نورو د را ايستلو لړۍ روانه ده. بخشي وايي چې پاتې نور کسان ددې ولايت په حصه اول او حصه دويم ولسواليو کې مړه شوي دي.