په کندوز کې ۱۰۰ وسله وال او ۱۴ دولتي سرتېري وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63252
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-26

د کندوز والي وايي د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د يو لوړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې سل وسله وال مخالفين، ١٤ دولتي سرتېري او درى ملکي وګړي وژل شوي دي. محمد عمر ساپي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، په دغو عملياتو کې چې له تېرو دريو اونيو راهيسې دوام لري، ١٦٠ وسله وال مخالفين او ٦٠ دولتي سرتېري ټپيان شوي هم دي. هغه زياته کړه، د هغو عملياتو په ترڅ کې چې ملي، سرحدي او سيمه ييزو پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په کې ګډون درلود، لسګونه کلي له وسله والو پاک شوي، د هغوى ٣٠ ميله بېلابېل ډول وسلې ترلاسه شوې او پر دې سربېره يې دوه موټر هم په کې ويجاړ شوي دي. د کندوز والي وويل چې دغه چاڼيز عمليات د امام صاحب ولسوالۍ په تاشګذر سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له امنيتي مرکزه پيل شول او تر اوسه پورې د وسله والو له شتون څخه ٢٥ کيلومتره سيمه پاکه شوې او عمليات لا تر اوسه پورې دوام لري.