پخواني ولسمشر حامد کرزي هېواد والو ته د کرکټ د بریا مبارکي ویلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63255
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-26

د پخواني ولسمشر حامدکرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د افغانستان کرکټ بورډ، کرکټ ملي لوبډلې او ټولو افغانانو ته د دې سترې بریا مبارکي ویلې ده. خبرپاڼه زیاتوي حامد کرزي افغان لوبډلې ته په پاتې نورو لوبو کې د بریا هیله کړې. افغانستان نن د کرکټ په نړیوال جام کې سکاټلینډ ته له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې ورکړه. په نننۍ لوبه سمیع الله شینواري تر نورو لوبغاړو ښه لوبه وکړه او په ۱۴۷ توپونو يې ۹۶ منډې جوړې کړې او افغانستان يې بریا ته ورسوه.