د برېښنا شرکت وايي، چې تر راتلونکو درېيو ورځو پورې به کابل ته د غځول شوې برېښنا يو پرې شوى مزى ونښلوي، خو د دغو ټولو مزو ترميم شاوخوا يوه مياشت وخت ونيسي. کابل ته برېښنا له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه رالېږدول شوې او درې ورځې وړاندې د بغلان ولايت په شمالي سالنګ سيمه کې د سختې واورې او توپانونه له امله پرې شوې ده.