په پنجشېر کې د واورو ښوېدنو له امله د مړو شمېر ۱۶۵ کسانو ته رسیدلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63265
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-28

د افغانستان په شمال کې د درنو واورو د ورېدو او برفکوچونو له کبله د تلفاتو شمېر په زیاتېدو دی.د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې مرستیال محمداسلم سیاس وايي ترټولو زیات تلفات په پنجشېر ولایت کې وو، چې شمېر یې ۱۶۵ کسانو ته رسېږي. د ښاغلي سیاس په وینا په ټولو ولایتونو کې د تلفاتو شمېره ۲۳۳ کسانو ته رسېدلې ده.د پنجشېر اوسېدونکي وايي، په تېرو څو لسیزو کې یې دومره درنې واورې نه وې لیدلې.