درې ورځې ملي ماتم اعلان شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63267
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-28

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د کابیني په غونډه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د وروستیو طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي زیانونه یوه ستره غمیزه وبلله او سر له سبا یې په ټول هېواد کې د درې ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ. په دغو درې ورځو کې به په ټول هېواد او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي نماینده ګیو کې د هېواد بیرغ نیم ځوړند وي. د ویلو ده چې له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د درې ورځو د ماتم خبره شوې نه د درې ورځو د رخصتۍ!