خوږ دوست ته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63276
جګړ
دخبریدو نیټه : 2015-02-28

 
ته تشه خندا کوه
 زه به درشېندم ښکلأ

ته راته وېنا کوه
 زه به ئې منم اشنأ

ستا مینه الفت، الفت
 مونږ لره پېدا، پېدا

ښه اخلاص او پاک دي نیت
 ټول پردي شېدا، شېدا


ټول عمر ګلاب اوسئ
 ژوند دي د ښکلأ، ښکلأ

جکړ به کړې تل دُعا
 که رب ته وي منظوره دا


( اباسین جکړ )