په زابل کې تښتول شوي ۳۰ تنه د هغه موټر په بدل کې ازاد شوي چې د داعش جنګیالیو ته یې امریکايي وسلې لېږدولې. دغه ۳۰ تنه چې له ایران څخه راغلي مسافر و د زابل له شاجوی ولسوالۍ وسله والو تښتولي وو. د زابل د ولایتي شورا سرچینو اوس ویلي چې یاد کسان د داعش وسله والو تښتولي وو. سرچینې وايي چې تښتول شوي کسان د هغه موټر په بدل کې ازاد شوي چې د داعش جنګیالیو ته یې وسلې لېږدولې او افغان ځواکونو په شاجوی ولسوالۍ کې نیولی و.