د بشري حقونو د څار بنسټ وايي د افغان سولې په بهیر کې ښځو ته هم باید ونډه ورکړل شي. د دغه بنسټ د ښځو د حقونو یوه څېړونکي ویلي که له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ کېږي افغان حکومت دې د سولې د خبرو په ټیم کې ښځو ته هم ځای ورکړي. د بشري حقونو د څار بنسټ دغه غوښتنه وروسته له دې کړې چې د ملي یووالي د حکومت راهبران وايي په راتلونکو څو اوونیو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.