په لوګر کې بې پیلوټه الوتکه لوېدلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63288
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-01

چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه په لوګر ولایت کې لوېدلې ده. رسنیو د لوګر د سرپرست والي د ویاند له قوله ویلي چې دا بې پیلوټه الوتکه پرون د څرخ ولسوالۍ په یوه ناامنه سیمه کې لوېدلې ده. دین محمد دروېش ويلي، الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله خپله غورځېدلې او د امنتیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده دروېش زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته هم شوې، چې په جګړه کې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی. طالبان بیا وايي، دغه الوتکه دوی ویشتلې او راغورځولې یې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه الوتکه طالبانو د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعیل سیمه کې ویشتې او رانسکوره کړې ده.