په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۰ افغانان نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63289
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-01

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په خیبر پښتونخوا کې یې ۱۲۰ تنه غیرقانوني افغانان، چې د هغو په منځ کې سختدریځي هم شامل دي، نیولي دي. دي نیوز ورځپاڼې راپور ورکړی چې پولیسو دا کسان د خیبر پښتونخوا ایالت په دریو سیمو کې نیولي دي. د پولیسو په وینا پېښور ښار ته څېرمه په ماشوګګر سیمه کې له عملیاتو وروسته له مشکوکو ترهګرو سره یو لاسي بم او دوې تمانچې هم ونیول شوې. پولیس وايي چې د ګولا خان خوړ په سیمه کې د پولیسو او وسله والو کسانو ترمنځ ډزې تبادله شوې چې په پای کې یې امنیتي ځواکونو د یاغیستان، اسرار او صالح محمد په نومونو مشکوک سختدریځي ونیول.