د خزاني تښتوونکي جنرال رازق ته ليک ليکلی او جنرال رازق يې هرکلی وکړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63293
احمد لودين : کندهار
دخبریدو نیټه : 2015-03-01

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان بانک د څانګي مسوول ، چې دوې اونۍ مخکي يې د دې بانک څخه ۷۶ ميليونه افغانۍ وتښتولي ، بينوا پښتو ويپ پاڼي ته په ليږلي ليک کې ويلي دي ، چې پيسي يې غلا کړې نه بلکه له غلو يې خوندي کړي دي ، نوموړي افغان ولس مشر او د کندهار امنيه قوماندان ته ليکلي دي ، چې په دې بانک کې فساد خپل اوج ته رسيدلی دی او وايې که دلته فاسدينو ته چې دی يې اسناد لري سزا ورکړې ټولي پيسي به بيرته خزانې ته وسپاري . دا کس سيداحمد اغا نوميږي او په دې کار کې يې ورور او اخښي هم ورسره ملګري دي . د بانک مسوولينو او امنتي مسوولينو هغه وخت ويلي وه ، چې ياد کسان ډير باوري خلک وه او دې چل يې دوی حيران کړي دي ، خو د دې څانګې مدير سيداحمد اغا بينوا پښتو ويب پاڼي ته ليک ليږلی دی ، هغه په ليک کې په دې بانک کې د پراخ فساد ، غلا او بډي اخستلو څخه خبر ورکړی دی ، نوموړي په ليک کي ويلي دې ، په بانک کې يې د فساد په اړه مرکزي مسوولينو ته ډير ويلي دي خو چا غوږ هم نه دی پرې ګرولی . نوموړی په تفصيلي ډول ليکلي دي ، چې په دې بانک کې يې د فساد او رشوت اخستلو په وړاندي جدي مبارزه وکړل ، خو څه يې ترې لاس ته را نه وړل . نوموړی په ليک کې افغان ولس مشر او د کندهار امنيه قوماندان ته د فساد په اړه د اسناد د ورکولو خبره کړې ده او ژمنه يې کړې ده چې په هيڅ صورت به د خزانې دې ملي پيسو ته زيان ونه رسيږي او بيرته به يې خزاني ته سپاري ، خو شرط يې په بانک کې د فساد مخنيوی ايښی دی . د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د دې ليک هرکلی کوي او په دې اړه د هغه احساس ستايي ، نوموړی زياتوي ، چې د ياد کس سره هر ډول خبرو ته تيار دی او د خونديتوب دپاره يې ډاډمن ضمانت هم ورکولای سي ( رشتيا هم دا د ملت پيسي دي ، دا سړی چې هر ډول غواړي او هرچيري غواړي زه ورسره وينم ، زه په ښوراک ولسوالۍ کې د دوی په کلي کې د دوی په کور کې هم ورسره ليدلای سم او د ده هر ډول غوښتني ته تيار يم . ) جنرال عبدالرازق زياتوي ، چې که ياد سړی په خپل هدف کې رښتينی وي او دا ډول کار يې کړي وي هيڅ راز مجرم به يې ونه ګڼي . ( دا چې دی د افغانستان د ملت سره دومره وفا کوي هيڅ راز قانوني مشکل نه ورته پيښيږي او زه ده ته هر ډول ضمانت ورکوم ، دی دي ما ته هغه مجرمين چې په بانک کې فساد کوي په ګوته کړي ، چې هر څومره زورور وي زه سزا ورکوم . ) د يادوني وړ ده ، چې د دې بانک د يادو پيسو د تښتوولو په جرم يو شمير کسان زنداني سوي هم دي او دا مهال د بانک يو شمير نور مامورين تر تحقيقاتو لاندي دي ، د بانک کيمرو دا ثبت کړي دي چې د بانک مدير ۷۶ ميليونه افغاني وړي او پنځه ميليونه په خزانه کې پريږدي .