د دې ولايت مسولين وايي چې ، په دې لړۍ کې به په كندهار ښار او ولسواليو كې تر٩٠ زره زيات ميوه لرونکي او زينتي نيالګي کېښودل سي .
دغه نيالګي په همدې ولايت کې په کرنيزو فارمونوکې روزل سوي دي ، چې کيفيت لوړ او خلكو ته يې په وړيا ډول وركول کيږي ..
د کندهار والي توريالي ويسا په دې اړه جوړي سوي غونډي ته وويل ، چې په دې ولايت کې به دکوکنارو د بوټي پرځاى نيالګي په ښه ډول وروزل سي تر څو دکوکنارو کښت له منځه ولاړ سي او کرونده ګر باغدارۍ ته ليوالتيا پيدا کړي .
نوموړي وايي چي دغه نيالګي به دمرکز په ګډون د ټولو ولسواليو په ښونځيو کې د زده کونکو او ولسوالانو په مرسته کيښودل سي .
په همدې حال کې د کندهار د کر هڼي او مالدارۍ ريس احمد شاه روشن زياتوي ، چې ياد سوي نيالګي يي په همدې ولايت کې په څيړنيزو فارمونوکې توليد کړي دي ، چې شل زره به يي دکرني درياست له لوري او پاتي نور به يي دکندهار د ښاروالي له خوا کېښودل سي .
روشن زياتوي چې په تيرو کلونو کي به نيالګي له نورو هيوادونوڅخه راوړل کيدل خو د ده په خبره سږ کال ټول نيالګي تازه او د دوی خپل توليد دى ، چې کيفيت يې هم لوړ دی او ښه وده کوي .
هر کال په زرګونو نيالګي دښار په بيلابيلو سيمو کي ايښودل کيږي خو د اړونده ادارو او خلکو د نه پاملرنى له امله ډير کم نيالګي وده کوي او نور له منځه ځي .
د يادوني وړ ده ، چې تېره ورځ د کندهار د سمسورتيا په موخه يوه غونډه هم جوړه سوې وه ، چې ويناوالو يې د کرهڼي پر ارزښت خپلي خبري وکړې .