وسله والو په چمن کې دوه افغان پولیس وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63297
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-02

پاکستاني رسنۍ وايي وسله والو دوه افغان پولیس له ډیورېنډ کرښې پورې غاړې په چمن سیمه کې وژلي دي. ډان ورځپاڼې ویلي دغه دوه افغان پولیس کوټې ته د درملنې لپاره روان و چې پر لاره د موټر سایکل سپرو وسله والو تر برید لاندې راغلل. سرچینه وايي په برید کې دواړه پولیس وژل شوي او برید کوونکي په تېښه بریالي شوي. ویل کېږي دغه پولیس د هملند ولایت اوسېدونکي وو او کوټې ته د درملنې لپاره روان وو.