طالبانو راتلونکې اونۍ له افغان حکومت سره د خبرو کولو راپورونه رد کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63299
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-02

وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې دا ډله به راتلونکې اوونۍ له افغان حکومت سره په کابل کې خبرې پیل کړي. د اناتولي په نوم یوې ترکۍ رسنۍ د قطر دفتر د یوه غړي قاري دین محمد حنیف له قوله ویلي وو چې طالبان سولې ته چمتو دي او راتلونکې اوونۍ به په کابل کې د سولې خبرې پیل شي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې قاري دین محمد له کومې رسنۍ سره مرکه نه ده کړې او دې اړه شوې ادعاوې بې بنسټه دي.