په زابل کې د داعش د دوه ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63304
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-03-03

د زابل امنيه قوماندان د دې ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې په داعش پوري اړوند د دوه ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکوي . د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني نن په مرکز کلات کې خبريالانو ته وويل ، چې دا عمليات تېره شپه درې بجې د خاک افغان ولسوالۍ په دوو بيلابيلو سيمو کې سوي دي ، چې پر مهال يې ۳۲ تنه د داعش وسله وال وژل سوي دي ، نوموړی په دې عملياتو کې د ځانمرګي بريد دپاره د چمتو سوې يو واسکټ د نيولو څخه هم خبر ورکړ . تر دې مخکې امنيه قوماندان او نورو چارواکو په زابل کې د داعش شتون رد کړی وو .