ولسمشرغني په هېواد کې د پوځي تدارکاتو د تړونونو د بیا ارزونې سپارښتنه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63314
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-05

افغان ولسمشر په هېواد کې د ټولو پوځي تدارکاتو د تړونونو د بیا ارزونې سپارښتنه کړې ده.دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د سون موادو په برخه کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ځکه لغو شوه چې ادعا کیږي د یو شمېر قراردونو په داوطلبۍ کې درغلي شوي دي.ولسمشر غني د پوځي تدارکاتو د تړونونو د بیا ارزوني مشري، خپل نژدې متحد او د اقتصادي چارو پوه حمیدالله فاروقي ته سپارلې ده.فاروقي ویلي له یونیفورمه نیولې تر وریجو پورې د پوځیانو دولس لوژستیکي قرادادونه اوس تر ارزونې لاندې دي.نوموړي رویترز خبري اژانس ته ویلي چې ښایې د دې ارزونې لومړنی پړاو په راتلونکې یوې یا دوو اونیو کې بشپړ شي.