غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63379
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2015-03-14


 يه د پـير بابا زیارت نه مــنجـاوره کچکولـګـــره
 درنه ځارشم وچې شـونډې ســــرببره کچکولګره
 ته په کومه کوڅه پل ږدې چې هماغه لاره خکل کړم
 له دې ځایه تر کـوم سره دزړه ســـره کچکولګره
 څنګه ګرانه زنده ګي ده په دې یو مالت کې ورک یو
 زه له تانه ته له مانه بې خـــبره کچکولګـــره
 په دې خپله ملنګۍ دې ستا قسم وي راته وایه
 له سهاره تر ماښامه در په دره کچکولګـــره
 درد به کومه نشه سپک کړي پرهرونه صلآ غواړي
 يه د بنګ تر ســـیوري لاندې قــلندره کچکولګره
 چـاته مه وایه ویریږم زه هم ستا په شان ملنګ یم
 د آرین د زړه خــبره کچکولګــره ، کچکولګـــره