د فرانسې په جنوب کې د الوتکې د غورځېدو له امله ۱۴۶تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63468
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

فرانسوي چارواکي وايي هغه مسافر وړونکې الوتکه چې په کې شا او خوا ۱۵۰ کسه سپاره وو او د فرانسې په جنوب کې لوېدلې وه ، پیدا شوې ده.چارواکي وايي د ژغورنې ډلې د پیښې ځای ته چې د فرانسې په سویل ختیځ کې دیني او بارسلونت سیمو ته څېرمه رامنځ ته شوې وه رسېدلي دي . دوی وايي په دې پېښه کې هيڅ څوک ژوندي نه دي پاته شوي.دغه الوتکه ايېر بس A320 د جرمن وينګز د ليفتانزا هوايي شرکت له خوا اداره کېده، د بارسلونا او سپېن له لارې د جرمني ښار دوسلدورف ته تله چې پرون پر لاره ولوېده.