د عامې روغتیا وزارت د وزارت د نوو شمیرونو له مخې هرکال تر دیارلس زرو پورې افغانان د نري رنځ د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.تیرکال دغه وزارت د نري رنځ د ناروغۍ د قربانیانو شمیر تر دولس زرو پورې ښودل شوی وو.د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزوالدین فیروز وویل چې افغانستان چې د نري رنځ د ناروغۍ د پراختیا او مړینې له امله په ټوله نړۍ کې دوویشتم هیواد دی.