اوباما د ولسمشر غني غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63470
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

دامریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر د غوښتنې ته په مثبت ځواب ویلو سره اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه به د خپلوځواکونو د ویستلو مهالویش کې سستوالی راولي.بارک اوباما دغه څرګندونې بیګا شاوخوا لسو بجو په سپینې ماڼۍ کې له افغانولسمشر اشرف غني سره دیوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړې.تر دې مخکې دواړو مشرانو لومړی دوه په دوه او بیا وروسته عبدالله او دامریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډون په شتون کې په تفصیل سره خبرې وکړې. دامریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال تر پایه پورې به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري پریږدي.خوده وویل چې له افغانستان د خپلو سرتیرو د ویستلو مهالویش دافغان ولسمشر د غوښتنې په اساس ورو کوي.