ولسمشر غني په میدان وردګو او غزني ولایتونو کې د ملکي وګړو وژل غندلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63471
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

افغان ولسمشر اشرف غني په میدان وردګو کې د ملکي وګړو د سورلۍ پر موټرو وسله وال تروریستي برید او د غزني په ولایت کې د ماشومانو په ورزشي لوبغالي کې د ماین ایښودنه چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله غندلې دي .پرون شپه وسلوالو د کابل غزني پرلاره پر ملکي موټرو ډزې وکړې او ۱۳ملکیان یې ووژل او همدارنګه په غزني ولایت کې په یوه لوبغالي کې مد ماین چاودنې له کبله ۶ماشومان ووژل شول او ۱۰نور ژوبل شول . غني په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په رسمي سفر بوخت دی، په دغو پيښو کې د ملکیانو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او دغه تروریستي بریدونه یې د ټولو منل شویو انساني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف بللي دي.