۳۷ وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو ادعا وسول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63472
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

په سويل کې د فوځ مسوولين خبر ورکوې ، چې تير څلرويشت ساعتونه يې په کندهار او ارزګان ولايتونو کې شل وسله وال طالبان وژلي او اوولس نور يې ټپيان کړي دي . د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کې ويل سوي دي چې د ملي اردو سرتيرو د ارزګان په دهراوود او سراب ولسواليو کې عمليات تر سره کړي دي چې پر مهال يې ۱۸ وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان سوي دي . د خبرپاڼي په حواله چې په ياده سوې موده کې يې د کندهار په ميوند او ژړۍ ولسواليو کې هم عمليات تر سره کړي دي چې پر مهال يې دوه وسله والو طالبان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي . په خبرپاڼه کې د ملي اردو لوري ته د کوم زيان د اړولو يادونه نه ده سوې . وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .