کابل کې ځانمرګي برید ګر ۱۴کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63473
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

ځانمرګی برید د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې ته مخامخ مراد خانې سیمه کې د مالیې وزارت ته څېرمه شوې. ویل کیږي،چې چاودنه زوروره وه او برید ګر چې په کرولا موټر کې سپوروو،ځانه ته چاودنه ورکړه.روغتیايې چارواکي وايي له پېښي ورته ۴مړي او۱۰ټپیان وروړل شوي دي. په برید کې اته ملکي موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. تر اوسه مالومه نه ده چې د بریدګر موخه څوک وو.