په کابل کې دنني ځانمرګي تلفات څه کم ۴۰تنه شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63474
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

د کابل امنیې قومندان وایي چې په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې حمله د یوه کرولا موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو؛ شوې ده او زیاته یې کړه چې وژل شوي او ټپیان هم تول عام وګړي دي. دغه حمله نن د څلورنیمو بجو په شااوخوا کې د مراد خانیو په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې وشوه. په چاودنه کې د عامو کسانو شااوخوا لس موټر هم ویجاړ شوي دي.