په غزني کې ۱۳ اور پکې وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63475
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-25

د غزني امنيتي چارواکي وايي په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې ١٣ مخالفين وژل شوي او اته نور ټپيان دي. په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د اندړو د غچ کلا او شېر کلا په سيمو کې د نصرت په نوم عمليات پيل شوي دي. سلطاني وايي چې په دې عملياتو کې ١٣ یاغیان وژل شوي ، اته نور ټپيان دي او يوه اندازه وسله هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.