درې تنه طالب مشران د سولې او پخلاینې په یوه کورس کې د ګډون لپاره په پټه اسلو ته رسول شوي دي ، د ناروې حکومتي تلویزیون وویل درې تنه طالبان په مستعارو نومونه په اسلو کې یوې پوځي اکاډمۍ ته رسول شوي دي او په هغه کورس کې ېې برخه اخیستې چې د پخلاینې او سولې په تړاو جوړ شوی ؤ.راپور وايي په دغه کورس کې د افغانستان د حکومت ځینو چارواکو هم برخه اخیستې او دواړو لورو د سولې پر موافقتنامو او د اوربند د څرنګوالي په هکله زده کړې کړي دي