ملي امنيت په کندهار کې څلور تنه نيولي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63490
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-03-26

د کندهار ولايت مقام خبر ورکوې ، چې د کندهار ملي امنيت په کندهار ښار او مختلفو ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور څلور تنه نيولي دي . د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې ، چې ياد کسان د کندهار ، زابل ، هلمند او ارزګان ولايتونو اوسيدونکي دي ، چې د دولت پر ضد په فعاليتونو کې لاس لري . د خبرپاڼي په حواله چې يادو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او دا مهال تر بشپړ تحقيق لاندي دي .