پاتې شه باران دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63495

دخبریدو نیټه : 2015-03-26


بصيرالحق عادل
په پښتو ژبه کې مې لسګونه ناولونه لوستي دي، ورته ژړلي مې دي، خندلې مې دي، له کاره يې ويستلی يم او . . .
خو دوه نالونه چې کيسه يې هر وخت زما تر سترګو سترګو کيږي، نه مې هېرېږي او تر څلورو کالو تېرېدو وروسته هم داسې احساس کووم چې ناول مې تېره شپه لوستی دی، په ناول کې انځور شوې ټولې صحنې راته مخامخ شي او بالاخره زړه مې ټکان وکړي.
لومړی ناول د وږمه سبا عامر ((بنګړيواله)) او دوهم ناول چې شخصاً ماته په پښتو ناولونو کې شهکار ښکاري د دروند استاد مصطفی سالک ((پاتې شه باران)) دی.
د همدغه ناول لوستلو د سالک صيب له جادوګر هنر سره اشنا کړم، کوډې يې راباندې وکړې او له ناول وروسته يې هره ليکنه او هر شعر زما پر زړه د درد ناست پيريان پاڅوي.
((پاتې شه باران)) ناول ځينو صحنو دومره ژړولی يم، چې په پښتو ژبه کې مې د بل ناول کيسې ته دومره نه دي ژړلي.
خو زما په زړه کې دا پوښتنه راګرځي چې سالک صيب د دغه شهکار له ليکلو وروسته بل ناول ولې ونه ليکه؟