یوافغان،چې په ناقانونه توګه تاجکستان ته اوښت دهغه هیواد پولیسو وژلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63502
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-03-28

د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، يو افغان چې په ناقانونه توګه د امو سيند له لارې د تاجکستان خاورې ته اوښتى و، د تاجک سرحدي ځواکونو له خوا پر ډزو وژل شوى دى. د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور وايي،د دُرقد ولسوالۍ دوه اوسېدونکي په ناقانونه توګه له امو سيند څخه تاجکستان خاورې ته اوښتي وو، چې تاجکستاني سرحدي ځواکونو پرې ډزې کړې يو وژل شوى او بل بېرته افغانستان ته په تېښته بريالى شوى دى.