ولسمشرغني: له پاکستان سره یې د خپل هېواد ستونزه په واضیح ډول مطرح کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63536
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-31

ولسمشر اشرف غني وايي پاکستان له افغانستان سره د یوه نه اعلان شوي خصومت په حالت کې وه. نوموړي د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره د کتنې پر مهال ویلي چې له پاکستان سره یې د خپل هېواد ستونزه په واضیح ډول مطرح کړې. ده ویلي هڅې روانې چې د دواړ هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت ته وګرځي او په دې ډول همکارۍ ته لاره هواره شي. ولسمشر غني ویلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوې لارې پرانیستل شوې او دا همکاري د افغانستان، پاکستان او سیمې په ګټه ده. ولسمشر غني د سولې په اړه ویلي چې اوس تر بل هر وخت د سولې د اجماع شرایط برابر دي.