په غزني کې چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63537
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-03-31

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يوه موټر د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دا پېښه پرون مازديګر شاوخوا پنځه نيمې بجې د اندړو ولسوالۍ په عليزو سيمه کې رامنځته شوې ده.ده زياته کړې، په ياده سيمه کې يو فلاينکوچ موټر پر يوه ماين ختلى چې د چاودنې له امله يې ٧ تنه وژل شوي چې يو نارينه، درې ماشومان او درې مېرمنې دي او ټول د يوې کورنۍ غړي دي.نوموړي ويلي، د دغه ماين د ځاى پر ځاى کېدو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.بايد روښانه شي چې په ياده سيمه کې له تېرو کابو لسو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو پر ضد د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي.