شاوخوا ۲۰۰ افغان ښځینه پولیسې چې د روزنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې وې، له څلور میاشتنۍ روزنې وروسته افغانستان ته راستنې شوې. دا لومړی ځل دی چې ښځینه پولیسې له افغانستانه بهر مسلکي زده کړې کوي. د دغو روزل شویو پولیسو له ډلې یوسلو دولس يې په پلازمېنه کابل او پاتې نورې به په بیلابیلو ولایتونو کې پر دندو وګومارلې شي.