د بادام ګل دوديزې مشاعرې خبرتيا!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63546

دخبریدو نیټه : 2015-03-31

په پام کې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ چې د ۱۴/۱/۱۳۹۴ نيټې سره سمون خوري، د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۱۳۹۴ کال د بادام ګل دوديزه کلنۍ مشاعره تر سره شي، ځکه نو د هېواد ټولو درنو شاعرانو او د ادب مينه والو ته په پوره درنښت سره بلنه ورکول کېږي چې په خپل راتګ سره د بادام ګل مشاعره لا ښکلې او رنګينه کړي.                               
په درنښت
د اطلاعاتواوفرهنګ رياست