چین هېواد له یمنه خپل ټول اتباع ایستلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63552
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-01

د چین ن دفاع وزارت وایي، جنګي بیړیو یې له یمن څخه د خپلو اتباعو ایستل بشپړ کړي او له ۵۷۰ څخه زیات کسان یې په خوندي ډول خپل هېوا ته ستانه کړي. د چین دفاع وزارت په یوه بیان کې دغه راز ویلي خپل اتباع یې په دوو جوپو کې له یمن څخه ایستلي. یوه ډله د عدن بندر له لارې او بله ستره ډله یې د "حودیدا" بندر له لارې انتقال کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې اته تنه بهرنیان یې له یمن څخه ایستلي؛ خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.