د کابل بانک شپږو پوره وړو د پور پرې کولو ژمنه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63554
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-01

د کابل بانک شپږو پوره وړو د ۷۲ میلیونه ډالرو پور د پرې کولو ژمنه کړې ده. د کابل بانک د قضيې د څېړلو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غړي وايي د محاکمو له پرېکړې وروسته د دغه بانک شپږو سترو پوروړو دوی ته مراجعه کړې او د خپلو پورونو د پرې کولو ژمنه یې کړې ده. د څېړونکي پلاوي له غړو سره په کتنه کې ولسمشر غني د قانون له پلي کوونکو بنسټونو غوښتنه کړې هغه ډول چې محاکمو د کابل بانک قضیه په جدیت نهايي کړه، دوی هم باید د محاکمو حکم په جدیدیت پلی کړي، چې د ده په وینا د نورو لپاره پند شي.