د کابل بانک شپږو پوره وړو د ۷۲ میلیونه ډالرو پور د پرې کولو ژمنه کړې ده. د کابل بانک د قضيې د څېړلو په موخه د ګومارل شوي پلاوي غړي وايي د محاکمو له پرېکړې وروسته د دغه بانک شپږو سترو پوروړو دوی ته مراجعه کړې او د خپلو پورونو د پرې کولو ژمنه یې کړې ده. د څېړونکي پلاوي له غړو سره په کتنه کې ولسمشر غني د قانون له پلي کوونکو بنسټونو غوښتنه کړې هغه ډول چې محاکمو د کابل بانک قضیه په جدیت نهايي کړه، دوی هم باید د محاکمو حکم په جدیدیت پلی کړي، چې د ده په وینا د نورو لپاره پند شي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63555
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-01

د غزني د قره باغ ولسوالۍ خلکو پرون ۲۰ مسافر چې له جاغوریو ولسوالۍ څخه د مرکز پر لور روان وو یرغمل کړي دي. دوی دغه کار د زردالو په سیمه کې د پولیسو پوستې ته د یوې پېغلې د تښتېدلو په غبرګون کې کړی دی. د غزني د ولایتي شورا غړو ویلي خلکو ګواښ کړی، تر څو چې دا پېغله دوی ته نه وي سپارل شوې، یرغمل کړي کسان به ازاد نه کړي. ویل کېږي چې په یرغمل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.