د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ١٦ کانديد وزيران ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو په موخه معرفي کړل. تر دې وروسته به د پارلماني چارو وزارت د يادو کانديد وزيرانو اسناد جرګې ته ولېږي او بيا به دغه اسناد د جرګې د ديني، فرهنګي، معارف او لوړو زده کړو کمېسيون له خوا وڅېړل شي. د وروسته به کانديد وزيران خپل پروګرامونه جرګې ته وړاندې کړې او بيا به جرګه رايه ورکړي. ولسمشر محمداشرف غني د ۱۶ کانديد وزيرانو نوملړ د وري په دويمه اعلان کړ، خو په دغه نوملړ کې د ملي دفاع وزارت کانديد نشته.