انتظار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63570
حاجی محمد نوزادي‎
دخبریدو نیټه : 2015-04-02

 

 

 

 سکروټي مي لــیمـو کي نـڅــولې ، ته رانغـلې
 شېبـې د انـتـظـار مـي زوکـلولې ، تـه رانـغـلې
 جـــنــون مـي بیله تـانـه ګـرېـوانـه سره پـخـلا ســو
 د عــقـل زولــنـې مـي مـاتـولې ، تـه رانـغــلې
 ما وې چي به سوغات راته اذان د بلال راوړې
 سجـدې مي پر یاغي تندي شمیرلې ، ته رانغلې
 تر مصره پوري راغی زوړ یعقوب په ړندو سترګو
 بي پایه قافلې وې چي راتــلــلې ، تــه رانغـلې
 پر تېر پلونو دي پریوتل غونډی غونډی ګړځـونه
 خــیالــونــو مي تــڼــاکي کـــړولې ، تـه رانغـلې
 د مـاتـــو مـیـکـدو ســره دي پـرېښـودم یــوازي
 توبې مي تر محراب پوري در وړلې ، ته رانـغـلې
 په لـر او بـر کي ښخــي وې د خـړ سـېلاب منګولي
 هر موج کي یې کښتۍ وې ډوبېید لې ، تـه رانغــلې
 قاصد د تــودو اوښکــو به سهار ماښام در تلـلو
 نــارې د نـوزادي دي اروېــدلــې ، تــه رانـغــلې
 ډنمارک ـ ۲۴ / ۳ / ۲۰۱۵