دډبروزړونه‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63597
میرنواز روهین‎
دخبریدو نیټه : 2015-04-04

 


 


 

دچا له غوښونه وی جوړچادډبروزړونه*
دچا ترخه وی لکه مرچ چا د شکروزړونه*
اوبه په ډانګ کله بیليږي وخته خیال دساته*
بیابه یوځای شی په رشتیا دلروبروزړونه*
افغان غميزه به شي ختم جنګ جګړې به نه وی*
په لاس به راوړل شی دټولومروروزړونه*
څوک دانسان اوانسانیت هیلی په زړه کی روزی*
دچاګوګل کی ځای په ځای وی دترهګروزړونه*
هرڅوکه زبیشي دمظلومواولسونوويې*
کله یخ کيږی دتاریخ دستمګروزړونه*
نه یی دځان نه د جهان نه یی دبل څه پروا*
خدای وی ورکړی دځنګل دځانوروزړونه*
زړه چه زخمی شی په چاقوامیدشته جوړبه شی بیا*
کله جوړیږی چه خفه شي په خبروزړونه*
خوشحال دتل خوشحاله اوسی اوخفه دنه شی*
راځئ چه وپالودخوارودربدروزړونه*
هرڅوکه سختی وی دهجراوفراق شپې ورځې*
وی د وطن په عشق تازه دمسافروزړونه*
چه د شملوپه عظمت یی آسمان ویاړکولو*
آزمون دوخت غواړی دهغوشمله وروزړونه*
پښتانه ځکه په ګوګل کی سترسترزړونه لری*
نښترځوانی کی کله ښایی دکوتروزړونه*
روهینه مه ګڼه ساده دماتوزړونوجوړښت*
ځکه چه نه اخلی پیوندد مرغلرو زړونه*
م. روهین ـ ۲۰۱۵.۰۴.۰۴