شېر محمد کریمي له راحل شریف سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63689
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-17

د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي د پاکستان د پوځ له مشر سره لیدلي دي. په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لوی درستیز پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په دفاعي او روزنیزو برخو کې د همکاریو پر زیاتولو هم بحث وشو. ټاکل شوې ده، چې جنرال شیرمحمد کریمي نن د پاکستان د نظامي اکاډمۍ په یوه غونډه کې د ځانګړې میلمه په توګه ګډون او وینا وکړي.