وسله والو په غزني کې ۴ تښتول شوي ملکي وګړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63690
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-17

وسلوالو مخالفینو هغه څلور ملکي وګړي وژلي، چې د چهارشنبې په شپه یې له غزني ولایت څخه تښتولي وو. دغه کسان چې له دایکندي ولایت څخه د غزني اجرستان ولسوالۍ په لاره مالستان ته روان و، د ځایي چارواکو په وینا، داعش پورې تړلو وسلوالو له موټرو ښکته او تښتولي وو. د مالستان ولسوال ضامن علي وايي وسله والو له دغو کسانو سرونه پرې کړي دي. هغه زیاته کړه، وسلوالو مخالفینو دا کسان د هغو شپږو تنو وسله والو په بدل کې نیولي وو چې تیره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو په جاغورو ولسوالۍ کې نیولي وو.