کابلوف: امریکایي الوتکې هغه طالبان په نښه کوي چې له داعش ډلې سره نه یو ځای کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63691
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-17

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي امریکايي الوتکې په هغه طالبان په نښه کوي چې له داعش سره له یو ځای کېدو انکار کوي. ضمیر کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي په افغانستان کې د داعش حضور خطرناک دی. کابلوف وايي په دغه هېواد کې د داعش د وسله والو شمېر په چټکۍ زیاتېږي او دا ډله د وسله والو طالبانو او نورو حکومت ضد ډلو څخه جنګیالي جذبوي. کابلوف ویلي بهرني ځواکونه په ډېرو مواردو کې د طالبانو پر هغو ډلو هوايي بریدونه کوي چې له داعش سره له یو ځای کېدو انکار کوي.