ولسي جرګې ټولو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63696
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-18

ولسي جرګې ټولو شپاړسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. علي احمد عثماني د ۱۸۶ موافقو رایو په اخیستو د اوبو او برېښنا د وزیر، اسدالله حنیف بلخي د ۱۴۱ موافقو رایو په اخیستو د پوهنې د وزیر، فریده مومند د ۱۸۴ موافقو رایو په اخیستو د لوړو زده د وزیرې، اسدالله ضمیر د ۱۹۲ رایو په اخیستو د کرنې د وزیر، همایون رسا د ۱۷۰ موافقو رایو په اخیستو د سوداګرۍ د وزیر او عبدالباري جهاني د ۱۲۰ رایو په اخیستو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر، سید سادات منصور نادري د ۲۰۲ موافقو رایو په اخیستو د ښارجوړونې د وزیر، نصرین اوریاخېل د ۱۶۹ رایو په ترلاسه کولو د کار او ټولنیزو چارو د وزیرې، دلبر نظري د ۱۳۱ موافقو رایو په اخیستو د ښځو چارو د وزیرې، محمود بلیغ د ۱۶۶ موافقو رایو په اخیستو د ټولګټو د وزیر، سلامت عظیمي د ۱۵۵ رایو په اخیستو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د وزیرې، محمد الله بتاش د ۱۷۸ رایو په اخیستو د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه، عبدالبصیر انور د ۱۳۸ رایو په ترلاسه کولو د عدلیې د وزیر، محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ رایو په ترلاسه کولو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر، عبدالرزاق وحیدي د ۱۵۲ رایو په اخیستو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر او عبدالستار مراد ۱۵۲ د رایو په اخیستو د اقتصاد د وزیر په توګه وکولی شول چې له جرګې د باور رایه واخلي.