د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63702
نقيب جبارخيل
دخبریدو نیټه : 2015-04-18

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړو، چې د  میدان وردګو ولایت مالي او اداري رئیس پیرمحمد امرخیل کوچی د نا معلومو وسله والو کسانو لخوا په ډزو سره په شهادت ورسول شو.

انالله و انا الیه راجعون

امرخيل د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د مامورینو ښارګوټې ته څېرمه هغه مهال په شهادت ورسول شو، ،کله چې نوموړی غوښتل د د ندې لپاره ولایت مقام ته ولاړ شي.

نوموړی تر دې وړاندې د کابل په کمپنۍ سیمه کې په یوه کرایه کور کې اوسیدو،چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د میدان ښار د مامورینو په ښارګوټې کې په خپل کور کې میشت وو.

دوه شپیته کلن پیرمحمد امرخیل کوچي شاوخوا ۳۴ کاله په میدان وردګو ولایت کې د سرپرست والي،مرستیال والي،ولسوال او نورو دندو ترڅنګ د تېرو لسو کلونو راپدیخوا د ولایت مقام د رئیس په حیث دنده درلوده .

زه پداسې حال کې چې دغه بشري جنایت غندم، شهيد پیرمحمدامرخیل کوچي ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکی یم

درنښت