حامد کرزی نن جرمني او بیا اذربایجان ته ځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63704
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-18

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم نن جرمني او بیا اذربایجان ته سفر کوي. حامد کرزي ته نږدې سرچینې وايي چې نوموړی به د جرمني د «نارد راين وېسټفالېن» ایالت په مرکز کې، د دغه هېواد د حاکم او تر ټولو لوی ګوند سي ډي يو (CDU) له مشرانو سره وګوري. دغه راز به د همدې ايالت د بوخوم ښار په پوهنتون کې يو لکچر هم ورکړي. سرچينه زياتوي، چې د ولسمشر ټول سفر به لس ورځې وي او په همدې موده کې به د اذربایجان پلازمېنې باکو ته هم سفر ولري.