ولسمشر غني ایران ته لاړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63705
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-19

ولسمشر غني نن سهار د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته ولاړ. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري. همدا راز د دغه سفر په جریان کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا لاس لیک شي. له ولسمشر سره په دغه سفر کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پترولیم وزیر داوود شاه صبا، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې رئیس عبدالسلام رحیمي او ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي ملګري دي.