ولسمشرغني: افغانستان پانګونې او د پانګې جذب ته چمتو دى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63706
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-19

ولسمشر غني وايي د ایران له سفر وروسته به په هېواد کې اقتصادي څرخ په حرکت راوستل شي. ولسمشر له صنعتکارانو او سوداګرو سره په کتنه کې ویلي که څه هم ځينې اساسي اقدامات ترسره شوي، خو د کابينې په بشپړېدو سره به په هېواد کې ستر اقتصادي کارونه ترسره شي. ولسمشر ویلي چې افغانستان پانګونې او د پانګې جذب ته چمتو دى او پانګوال چې په هره برخه کې ستونزه ولري دی به یې په خپله حل کړي. اشرف غني ویلي په خپله به د اتلس ګونو صنعتي سکټورونو ستونزې وڅېړي او د حل لپاره به يې اقدام وکړي.