حوثي: هېڅکله به سعودي عربستان ته تسلیم نه شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63708
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-04-20

د یمن د حوثیانو مشر عبدالملک حوثی وايي ډله به یې هېڅکله د سعودي عربستان بریدونو ته تسلیم نه شي. ده پر یمن د سعودي له بریدونو وروسته په خپله لومړنۍ تلوېزیوني بیانیه کې سعودي تورن کړی چې د اشغال په نیت پر یمن بریدونه پیل کړي دي. د حوثیانو مشر ویلي چې د یمن خلک د سعودي پر وړاندې د د درېدو حق د ځان لپاره خوندي بولي او په دې لاره کې به له هر ډول وسیلې کار واخلي.